اسلام آباد 28 اپریل (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د نن پاكستان زيات محفوظ٬پرامن او صنعتي او تجارتي هلو ځلو لپاره غوره دے٬د انتهاخوښۍ او ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د قام د قربانو نتيجه زمونږ په وړاندې ده۔ده دا خبره د جمعې په ورځ اسلام آباد كښې د سوئېلي آسيا فېډرېشن آف اكاؤنټنټس نړيوال كنفرنس كښې ګډون كولو په مهال خطاب كښې كړی په كوم كښې چې …
د نن پاكستان زيات محفوظ٬پرامن او صنعتي او تجارتي هلو ځلو لپاره غوره دے
اسلام آباد 28 اپریل (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د نن پاكستان زيات محفوظ٬پرامن او صنعتي او تجارتي هلو ځلو لپاره غوره دے٬د انتهاخوښۍ او ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د قام د قربانو نتيجه زمونږ په وړاندې ده۔ده دا خبره د جمعې په ورځ اسلام آباد كښې د سوئېلي آسيا فېډرېشن آف اكاؤنټنټس نړيوال كنفرنس كښې ګډون كولو په مهال خطاب كښې كړی په كوم كښې چې ملكي او د سارك هېوادونو نمائندګانو په لويه شمېره ګډون كولو۔اولس مشر ووئيل د امن وضعې ښه والي له امله زمونږ په معيشت ښه آثرات مرتب شوې او پاكستان د كاروبار او سرمايه كارۍ لپاره د منطقې محفوظ هېواد حېثيت جوړ شوے ۔ده ووئيل حكومت د صنعتي او تجارتي هلو ځلو ودې لپاره لبرل او كاروبار دوست قوانين جوړ كړې د كومو نه چې ملكي او غېر ملكي سرمايه كار ګټه پورته كولې شي۔اولس مشر ووئيل سوئېلي آسيا د ګڼ شمېر وسائلو له امله په نړۍ كښې پياوړې او خوش قسمته منطقه ده او دلته د مېشته قامونو مفادات يو بل سره تړلې دي٬د كوم يو قام ګټھ يا زيان د ټولې سوئېلي آسيا په قامونو اثر انداز كېږي۔اولس مشر ووئيل د نړۍ بېلې برخې يو بل سره تړلو لپاره پاكستان او چين اقتصادي راهداري منصوبه پېل كړې په كومو چې عمل روان دے ٬ ده ووئېل دې څخه به يوازې دا منطقه پرمختګ وكړي بلكې نور په خاص توګه ګاونډي هېوادونه هم د دې څخه ګټه پورته كولې شي۔ده ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ فعالېدو نه پس به دا منطقه د تجارتي٬اقتصادي او صنعتي هلو ځلو مركز شي۔اولس مشر ووئيل حكومت په دې لړ كښې هر ډول مرستې لپاره چمتو دے۔اولس مشر پھ ګډون كونكو زور راوړو چې هغوي خپلې ذمه واري وګڼي چې د اكاؤنټنګ او فنانس په اړه بېلو څانګو كښې رامخې ته كېدونكې بدلونونو څخه ځان خبر وساتي او د دې معاملاتو په اړھ اړوندو ادارو ته خپل تجاويز وړاندې كړي دغسې چې په دې غور وكړې شي او مناسب پالېسۍ جوړې كړی شي۔اولس مشر هيله څرګنده كړه چې د دې كنفرنس له امله د منطقې پرمختګ٬خوشحالي او پېشه وره چارو ښه والي لپاره په زړه پورې تجويزونه رامخې ته شي كوم چې په پالېسيو مرتب كولو له سودمند ثابت شي۔په دې موقع د ساؤټ اېشين فېډرېشن آف اكاؤنټنټس(سافا)صدر اے اېس اېم نعيم او آئي سي اېم اے صدر محمد اقبال غوري هم خطاب وكړو










