ډھاکه۔2 ستمبر(اے پی پی) د بنګله دېش او نيوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه دويم ټي 20 نړيوال مېچ نن د جمعې په ورځ شېر بنګله نېشنل سټېډيم ٬ ډهاكه كښې كولې شي۔ كوربه لوبډلې ته د كېوي لوبډلې په ضد سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ د بنګله دېش لوبډلې په اولني ټي -20 مېچ كښې د نيوزي لېنډ لوبډلې ته 7 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ د نيوزي لېنډ لوبډله دا مهال د بنګله دېش په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د 5 ټي – 20 نړيوالو مېچونو سيريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز دويم مېچ به نن د جمعې په ورځ كولې شي۔ د 5 مېچونو سيريز درېم مېچ به په 5 ستمبر ٬ څلورم په 8 ستمبر او پنځم او وروستې مېچ به په 10 ستمبر كولے شي۔ ټول مېچونه به په شېر بنګله نېشنل سټېډیم، ډھاکه كښې كولې شي۔