طالبانو د افغانستان كركټ لوبډلې له په اسټراليا كښې د ټېست مېچ كولو اجازه وركړه

کابل 01 ستمبر (اے پي پي) طالبانو د افغانستان کرکټ لوبډلې له په اسټراليا كښې د ټېسټ مېچ كولو اجازه وركړې ۔ تفصيلات له مخې د افغانستان کرکټ بورډ چيف اېګزيکټو حامد شنواري غېر ملکي ميډيا ته ووئيل اسټراليا ته د لوبډلې لېږلو منظوري ترلاسه شوې٬ د افغانستان او اسټرليا ترمېنئځه ټېسټ به د نومبر په 27مه نيټه په برسبېن كښې كېږي۔ حامد شنواري د دې خبرې هم تصديق وكړٶ چې د افغانستان انډر 19 کرکټ لوبډله به هم د مياشت په پائې كښې د بنګله دېش دوره كوي۔ د يادونې وړ ده د آسټراليا او افغانستان ترمېنځه يوازنے ټېسټ مېچ تېر كال كېدونكے ٶ خو د كرونا له امله مېچ ځنډولے شوے ؤ ٬ دا به د افغانستان په آسټراليا كښې وړومبے ټېسټ وي۔ د اسټراليا دورې نه وړاندې به افغان كركټ لوبډله په 17م اكتوبر په يو اے اي كښې پېل كېدونكې ټي ټونټي ورلډ كپ كښې برخه اخلي