ولمبو 01 ستمبر (اے پي پي) سري لنکا او جنوبي افریقې کرکټ ډلو ترمينځه وړومبې ون ډے میچ به د زيارت په ورځ کولمبو كښې كيږي۔د جنوبي افریقې ډله دا مهال د سري لنكا په دوره ده چرته به چې د سري لنكار په ضد درې ون ډے او درې ټي 20 انټرنېشنل میچونو سیریز کوي۔ د دواړه ډلو ترمينځه ون ډے سیریز به په 02 ستمبر پيل كيږي ، د سیریز دويم ون ډے میچ به په 4 ستمبر دغسې دريم او آخري ون ډے به په 7 ستمبر کيږي۔ د درې ټي 20 انټرنېشنل میچونو سیریز به د 10 ستمبر څخه پيل كيږي، دويم میچ به په 12 ستمبر دغسې دريم او آخري ميچ به په 14 ستمبر کيږي۔ټول میچونه به په آر پریما داسا سټيډيم کولمبو كښې كيږي۔