د ځوانانو صلاحیتونو رامخې ته كولو لپاره جدید علوم كښې اعلی تعلیم په زړه پوري حیثیت لري

اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي چې د ځوانانو صلاحیتونو رامخې ته كولو لپاره جدید علوم كښې اعلی تعلیم په زړه پوري حیثیت لري،وفاقی حکومت د اعلی تعلیم ودې لپاره هر ممكن مرسته كوي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د اعلی تعلیم ودې په اړه د جاج اخستلو غونډه كښې خبرو اترو كښې وكړه۔ په غونډه كښې وفاقی وزيرانو اسد عمر ، فواد حسېن او شفقت محمود، خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل، د وزیر اعظم ټاسك فورس چیئرمین ډاكټر عطا الرحمان ، د منصوبه بندۍ كمېشن ډپټي چیئرمېن او سینئر افسرانو ګډون وكړو۔غونډه د سیالکوټ انجنیئرنګ یونیورسټی جوړولو پیش رفت څخه خبر كړې شوه۔غونډې ته ووئيل شول چې د 16.69 اربه روپو مالیت دې منصوبې لپاره ایکنك منظوری وركړې ده۔ سیالکوټ انجینیرنګ یونیورسټی به د وفاق او پنجاب حکومت په شريكه توګه جوړوي كومې لپاره به چې نيمي روپۍ او زمكه د پنجاب حکومت وركوي۔غونډه خبر كړې شوه چې د 8م ٬ 9م او لسم كلاسونو په نصاب كښې سیرت النبی(ص) تعلیمات شامليږي او د دې كلاسونو لپاره به ډير زر نوې نصاب جاري كړې شي۔وزیر اعظم ووئيل د ځوانانو صلاحیتونو رامخې ته كولو لپاره جدید علوم كښې اعلی تعلیم په زړه پوري حیثیت لري او حکومت دې پلو بشپړه پام لرنه كوي۔ده ووئيل وفاقی حکومت به د اعلی تعلیم ودې لپاره هر ممكن مرسته كوي۔