د انګلېنډ او هند ترمينځه څلورم تېسټ مېچ د ستمبر 2 مې نېټې نه پېل كېږي

لندن۔30 اګست(اے پی پی) د انګلېنډ او هند كركټ لوبډلو ترمينځه د سيريز څلورم تېسټ مېچ د ستمبر مياشتې 2 مې نېټې نه تر 6 مې نېټې لندن كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د 5 ټېسټ مېچونو سيريز په 1-1 سره برابر دے۔ په نوټنګھم كښې شوے د سېريز اولنے ټېسټ يو برابر پاتې شوے ؤ۔ د سېريز دوهم مېچ ٬ كوم چې لارډز كښې شوے ؤ پكښې هند انګلېند ته په 151 رنز سره ماتې وركړې وه۔ دغې نه وروستو په درېم مېچ كښې كوم چې ليډز كښې شوے ؤ كوربه لوبډلې انګلېنډ په يو اننګز او 76 رنز سره كاميابي ترلاسه كولو سره سيريز برابر كړے۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز پنځم او ورستے مېچ به د ستمبر 10 مې نېټې نه تر 14 مې مانچسټر كښې كېږي