شاهين شاه آفريدي په جميکا ټېسټ كښې د کيريئر تر ټولو غوره باٶلنګ كړے

کنګسټن 24 اګست (اے پي پي) د پاکستان کرکټ لوبډلې نوموړي فاسټ باٶلر شاهين شاه آفريدي په جميکا ټېسټ كښې د کيريئر تر ټولو غوره باٶلنګ كړے٬ د ټېست په څلورمه ورځ شاهين شاه آفريدي د ويسټ انډيز په ضد په وړومبي اننګز كښې د 51 رنز به وركولو 6 لوبغاړي آٶټ كولو سره د پاكستان پوزيشن مستحكم كړے ۔ د شاهين شاه افريدي د تباه كن باٶلنګ په سبب كوربه لوبډله په 150رنز آٶټ شوې ده۔