پاكستان پريميئر فټ بال ليګ كښې به د ګل په ورځ دوه مېچونه كېږي

اسلام آباد۔22 اګست(اے پی پی) د پاکستان فټ بال فېډرېشن ترسېوري لاندې د روان 13م پاکستان پریمیئر فټ بال لیګ نور دوه مېچونه (نن) د ګل په ورځ قاسم باغ فټ بال سټېډيم ملتان كښې كېږي۔ په اولني مېچ كښې به د سوئي نادرن ګېس پائپ لائنز مقابله پاكستان نېوي سره د شپې 8 بجې كېږي او دويم مېچ به د پاكستان ائير فورس او سوئي سدرن ګېس كمپنۍ لوبډلو ترمينځه د شپې لس بجې كېږي۔ په ليګ كښې د ګرد هېواد نه 12 لوبډلې برخه اخلي په كومو كښې چې خان ريسرچ لېبارټريز (كے آر اېل) ، پاکستان آرمی، سوئی سدرن ګېس کمپنی، پاکستان ایئر فورس، پی سی سی اے، مسلم کلب چمن، پاکستان نیوی، پاکستان واپډا، سوئی نادرن ګېس پائپ لائنز،لائل اېف سی، کراچی یونائیټډ او هما کلب اسلام آباد لوبډله شامل ده۔