د پاکستان او وېسټ انډیز ترمینځ دويم او وروستے ټېسټ مېچ د اګست په 20 مه نېټه پېل كېږي۔ كوربه لوبډلې ته د 0-1 بريا ترلاسه ده۔

جمیکا۔17اګست(اے پی پی) د پاکستان او وېسټ انډیز کرکټ لوبډلو ترمینځ د دوو ټیسټ مېچونو سېريز دويم او او وروستے مېچ د اګست په 20 مه نېټه د جمیکا په سبینا پارک کښې پېل كېږي۔ ویسټ انډیز ته د پاکستان په ضد سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ وېسټ انډيز ګرين شرتس ته په اولني مېچ كښې په زړه پورې سیالۍ نه وروستو په یو وېکټ ماتې ورکړې وه۔ د پاکستانۍ لوبډلې مشري به بابر اعظم او د کوربه لوبډلې مشري به کرېګ براتهویټ كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځ دويم او وروستے ټېسټ مېچ به د اګست 20 مې نه تر 24 نېټې سبائنا پارك كنګسټن ٬ جمېكا كښې كېږي۔ دا خبره دې ښكاره وي دې دې نه وړاندې قامي لوبډلې د څلور ټی 20 مېچونو سيريز 0-1 سره په خپل نوم كړے