اسلام آباد 20مئی (اے پی پی) سېنېټ د یتیمانو او لاوارثه كوچنيانو د حقونو خوندې كولو او د روژې 15مه ورځ د یتیمانو او لاوارثه ماشومانو ورځ ګرځولو لپاره قرارداد منظور کړے۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د حكومتي ډلې مشر سناتور راجه ظفر الحق قرارداد وړاندې كړو چې د روژې 15مه ورځ دې د یتیمانو او لاوارثه كوچنيانو ورځ وګرځولې شي ۔