د پاكستان او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبے ټېسټ مېچ به د زيارت په ورځ پېل كېږي

جميكا 11 اګست (اے پي پي) د پاكستان او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوو ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبے ټېسټ مېچ به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ پېل په جميكا كښې كېږي. د پاكستان كركټ لوبډله نن سبا د وېسټ انډيز په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د دوو ټېسټ مېچونو سېريز كوي. وړومبے ټېسټ مېچ به د زيارت په ورځ په جميكا كښې پېل كېږي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دوهم ټېسټ مېچ به د اګست په 20مه نېټه پېل كېږي. د دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمېنځه د ټي ټونټي مېچونو سېريز پاكستان ګټلے ؤ.