د سېنېټ چیئرمېن میا رضا ربانی د پانامه لیکس په اړه د كمپائن چلولو په حقله د پام راګرځونې نوټس ډراپ کړو

اسلام آباد 20مئی (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن میا رضا ربانی د پيپلز ګوند پشمول د مخالفې ډلې غړو لخوا د پانامه لیکس په اړه د ټیکس وركونكو په روپو د كمپائن چلولو د لارې د روپو ضائع كولوو په حقله د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر د پام راګرځونې نوټس ډراپ کړے۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سناتورې روبینه خالد ‘ سلیم مانډوی والا’ اسلام الدین شیخ او محسن عزیز په دې اړه د پام راګرځونې نوټس په ايجنډا پروت وو خو كوم هم غړې ایوان كښې په دې نوټس د خبرې كولو لپاره موجود نه وو دغسې چیئرمین نوټس ډراپ کړو۔