په افغان صورتحال دوحه كښې غونډه ٬زلمې خلیل زاد به په طالبانو زور راوړي چې د افغان امنیتي ځواکونو په ضد عملیات بند كړي

واشنګټن۔10اګست(اے پی پی) افغانستان لپاره د امریکا خاص استازے زلمی خلیل زاد به د قطر پلازمينه دوحه كښې په كېدونكې غونډه كښې په طالبانو زور راوړي چې د افغان امنیتي ځواکونو په ضد عملیات بند كړي . د فرانسيسي خبري اژانس له مخې د طالبانو لخوا په افغان ولايتونو د قبضې لړۍ روانه ساتلو نه پس د افغانستان په وضعيت دوحه غونډه د امريكا او ملګرو ملتونو په مرسته پېل كېږي چې مقصد ئې په افغانستان کښې د تاؤتریخوالي پېښې کمول او فريقېن خبرو اترو ته كېښنول دي۔ د امريكا خارجه څانګې يو بيان كښې وئيلي دي افغانستان لپاره د امريكا خاص استازے خليل زاد به دوحه غونډه كښې افغانستان كښې د امن بحالۍ او جنګ بندۍ لپاره د ګډې نړيواله اعلاميه وضع كړي