د زمبابوے كركټ لوبډله روانه مياشت د آئرلېنډ دوره كوي

ډبلن۔9 اګست(اے پی پی) د زمبابوے كركټ لوبډله روانه مياشت د آئرلېنډ دوره كوي چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د 5 ټي ټونټي او 3 يو ورځنو نړيوالو مېچونو سيريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه ټي 20 سيريز به د اګست 27 مې نېټې څخه پېل كېږي۔ د سيريز دوهم مېچ به د اګست په 29 مه ٬ درېم د ستمبر په اولنۍ ٬ څلورم د ستمبر په 2 مه او پنځم او وروستې مېچ به د ستمبر په 4 مه نېټه كولې شي۔ د سيريز اولني دوه مېچونه به ډبلن او وروستي درې به بريډي كښې كولې شي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د يو ورځنو نړيوالو مېچونو سيريز به د ستمبر 8 مې نېټې څخه پېل كېږي۔ د سيريز دوهم مېچ به په 10 ستمبر او درېم او ورستے مېچ به په 13 ستمبر كېږي