د جاپان سفير د پاكستان جیولن تھرو ور ارشد ندیم ته مباركي

اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) پاكستان كښې د جاپان سفير مټسوډا كونينوري ټوكيو اولمپكس كښې د سړو جيولين تھرو مقابلې په فائنل كښی د غوره كاركردګۍ په څرګندونه او د 5 م پوزيشن په ترلاسه كولو د پاكستان پريميئر جیولن تھرو ور ارشد ندیم ته مباركي وركړے ده۔ خپل يو بيان كښې جاپاني سفير د ارشد نديم سباؤن لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ هغه ووئيل د بده مرغه تا تمغه و نه ګټلې شوه خو ما ته باور دے چې د نړۍ په مېګا ايونټ كښې د غوره كاركردګۍ په څرګندونه تا د ډېرو خلكو زړونه ګټلي دي۔ هغه ووئيل باور لرم چې هغه ورځې لرې نه ده كله به چې ته د بريا په مقام ولاړ يې