واشنګټن۔7 اګست(اے پی پی) امريكا كښې هره ورځ د كورونا وائر س اوسطا ً يو لك نه زيات نوې كېسونه رامخې ته كېږي۔ د المان د خپرونې ادارې له مخې د جون په پايې كښې د كورونا وائرس ورځنۍ شمېره 11 زره وه كومه چې اوس زياتېدو سره 107,143 ته رسېدلې ده۔ د چارواكو له مخې د كورونا وائرس وبا په خاص توګه د هېواد په سوئيلي برخو كښې په هغه وګړو كښې خپرېږي كومو چې حفاظتي ستنې لګولې نه دي۔ امريكا كښې 70 فيصده بالغ نفوسو د كورونا وائرس نه د بچ كېدو ټيكې لګولې دي۔ طبي چارواكو اندېښنه ښكاره كړې چې كه خلكو ټيكې ونه لګولې نو د بدلېدونكي موسم سره د كېسونو په شمېره كښې زياتوالې ممكن دے۔