استنبول۔6 اګست(اے پی پی) د تركيه په لوئيديز ولايت كښې د تېز رفتاره مسافر وړونكے بس پېښې سره د مخ كېدو په نتيجه كښې 9 كسان مړه او 30 نور ژوبل شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې د ترك خبر رسنې ذريعو په اړه وئيلي دي دا پېښه د جمعې په ورځ هغه وخت رامخې ته شوه كله چې مسافر وړونكے بس په استنبول – ازمير ستر لاره د سفر كولو په مهال بې قابو شو او د سړك غاړې ته ولاړ ټرك سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې 9 مسافر مړه او 30 نور ژوبل شول۔ بس كښې 50 كسه ناست وو۔ پوليس د پېښې پلټنې پېل كړې شوي۔