يواندے 06 اګست (اے پي پي) د مينځني افريقې كيمرون هېواد كښې دوه ټرافكي پېښو كښې 38 كسان مړه او ګڼ ژوبل شوي۔د چين خبر رسني اداري له مخي د كيمرون ټرانسپورټ وزير جين ارنسټ مسينا نګلے ووئيل تيره ورځ وړومبۍ پېښه سينټر ريجن كښې د يو مسافر بس د تند رفتارۍ له امله رامخي ته شوې چې په نتيجه كښې ئې 16 كسان مړه او بله پېښه د هېواد لويديزه سيمه كښې هغه مهال رامخي ته شوه كله چې د شګې څخه ډك ټرك د بس سره ټكر شو چې پكښې 22 كسان په ټكي مړه شول ،دواړو پېبښو كښې ګڼ كسان ژوبل شوي هم دي۔دغسې ريسكيو ډلو مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولي دي