د سعودي عربستان 17 معذوره وګړو د حج فريضه ادا كړه

مکه۔22جولائی(اے پی پی) سعودی عربستان كښې معذوره وګړو ته د حج آسانۍ وركوؤنكي تنظيم الحركيه وئيلي دي د شږ كال 17 معذوره وګړو هم حج وكړو۔ د عرب ذريعو له مخې سعودی عربستان كښې د الحرکیه تنظيم وياند ميډيا سره خبرو كښې ووئيل د حج سفر لپاره مو معذوره وګړو ته ويل چيئرز وركړي۔ دې سره سره مو منی ٬ مزدلفه او عرفات كښې هغوي لپاره د استوګنې مناسب انتظام كړې۔ يو معذور حاجي عبد الله الرېشان ووئيل زه څومره خوشحاله يمه دا زه بيانولې نه شم۔ هغه ووئيل په كال2011 كښې د يوې ترافيكي پېښې له امله زما د بدن نيمه برخه مفلوج شوې وه۔ زما خواهش ؤ چې حج وكړمه خو ما لپاره دا ممكن نه وه۔ دا روان كال په مهال د پاك پروردګار په فضل او بيا د حكومت په مرسته زما دا خوب ريښتيا شو۔