د سختو بارانونو په نتيجه كښې په چين كښې 12 كسان مړه٬

بيجنګ 21 جولائي (اے پي پي) د سختو بارانونو په نتيجه كښې په چين كښې 12 كسان مړه٬ يهنان بند چاٶدلې او د بند ماتېدو اندېښنه پېدا شوې۔ د ميډيا ذريعو له مخې د چين صدر شي جن پنګګ صورتحال ډېر سنګين ګرځولو سره وئيلي دي چې د سېلاب مخنيوي اقدامات شوې دي٬ د لس مېليونه آبادۍ ښار ژينګژو څخه دوه لكه كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كړې شوې دي او په مېنځي ښار ژينګژو كښې د سېلاب له امله 12 كسان مړه شوې دې او يو رېل ګاډې هم د سېلاب اوبو څخه متاثر شوې دې۔ صدر شي جن پنګ ووئيل درياب او نهرونه ډك شوې دي٬ د سېلاب له امله اولس ته خطر او مالي زيان رسېدلې دې، زيات كسان ژوبل شوې هم دي ۔ ده ووېيل د صورتحال د مخنيوي صورتحال ډېر اندېښمن دې او مونږ سنګين صورتحال سره مخ يو۔ د پيپلز لبرېشن آرمي ذريعو له مخې د ليويانګ ښار يهتان بند چاٶدلې دې چې سبب ئې بند ماتېدې شي٬ د دې ښار آبادي 70 لكه ده كوم چې خطر سره مخ دي٬ عسكرو بند ته د روانو اوبو لاره نيولو لپاره د اوبو مخ اړولو لپاره د بلاسټنګ عمل پېل كړې دې۔