انګلستان د پاکستان په ضد د یو ورځینیو سیالیو سيريز لپاره لوبډله اعلان کړه

لندن 03 جولائي (اے پی پی) انګلستان د پاکستان په ضد د یو ورځینیو سیالیو سيريز لپاره 16 كسيزه لوبډله اعلان کړې ده۔ د دواړو لوبډلو ترمینځ د درې یو ورځینیو نړيوالو سياليو سيريز به د جولائي 8 مې نېټې نه پېل كېږي۔ د اعلان شوي سكواډ له مخې ایون مورګان به د دې ډلې مشري کوي۔ په نورو لوبغاړو كښې معین علي ، جاني بیرسټو ، ټام بینټن ، سیم بلینګز ، سام کرن ، ټام کرن ، لیام ډاوسن ، جورج ګارټون ، لیام لیونسټون ، عادل راشد ٬ جوروټ ٬ جېسن رائے ٬ ډېوډ ولي ٬ كرس ووكس او مارك ووډ شامل دے. دا خبره دې ښكاره وي چې د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز اولنے مېچ به د جولائي په 8 مه نېټه كارډف كښې كولے شي۔