برسټل۔2جولائی(اے پی پی)د انګلېنډ او سري لنكا كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو يو ورځنو نړيوالو مېچونو سېريز كښې درېم او ورستے مېچ سبا د اتوار په ورځ كاؤنټي ګراؤنډ برسټل كښې كېږي۔ انګلېنډ ته په درېو يو ورځنو مېچونو سيريز كښې د آئي لېنډرز په ضد د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ انګلېنډ په اولني يو ورځني مېچ كښې سري لنكا ته په 5 وكټونو او دويم مېج كښی 8 رنځونو سره ماتې وركولو سره سېريز 0-2 سره ګټلے دے۔ د انګلېنډ لوبډلې سر لوبغاړي وئيلي دي آئي لېنډز ته په درېم مېچ كښې هم ماتې وركولو سره به سيريز كلين سويپ كړؤ