د پاکستان او وېسټ انډیز كركټ ډلو ترمينځه د درې ټېسټ میچونو سیریز څخه وړاندې درې ورځنې ټور مېچ (نن) پېل كېږي

کنګسټن 14 اپریل (اے پی پی) د پاکستان او وېسټ انډیز كركټ ډلو ترمينځه د درې ټېسټ میچونو سیریز څخه وړاندې درې ورځنې ټور مېچ به (نن) د خالي په ورځ پېل كېږي۔ دې نه پس به د پاکستان او وېسټ انډیز ډلو ترمينځه د درې ټېسټ میچونو سیریز وړومبې ميچ په 21 اپریل کنګسټن كښې كېږي۔ دې نه وړاندې د پاکستان ډلې وېسټ انډیز ډلې له د څلور ټی ټونټی میچونو سیریز كښې په 1-3 ماتې وركړې وه دغسې د درې ون ډے مېچونو سیریز كښې ئې 1-2 سره ماتې وركړې۔ د دواړه ډلو ترمينځه د ټېسټ سیریز دويم مېچ به په 30 اپریل برج ټاؤن كښې پېل كېږي دغسې د سیریز دريم او آخري ټېسټ مېچ به په 10 مئی پېل كېږي