پاك آرمي په قامي نېټ بال چيمپئن شپ ويمنز ايونټ كښې درېم پوزېشن ترلاسه كړو

اسلام آباد 30 جون (اے پی پی) پاك آرمي قامي نېټ بال چيمپئن شپ ويمنز ايونټ كښې درېم پوزېشن ترلاسه كړے۔تېره ورځ د پاكستان سپورټس كمپليكس په حميدي هال كښې په چيمپئن شپ ويمنز ايونټ كښې د درېم پوزېشن مېچ د پاكستان آرمي او د پنجاب ډلو ترمينځه وشو۔چې پكښې د پاكستان آرمي د پنجاب ډلې ته د 14 په مقابل كښې په 23 ګولونو ماتې وركولو سره د پيتلو تمغه ترلاسه كړه۔په دې موقع د پاكستان نېټ بال فېډرېشن صدر مدثر آرائيں هم موجود ؤ