15م قومي وېمن هېنډبال چېمپئن شپ د جون 29 مې نېټې نه پیل كېږي

اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) د پاکستان هېنډ بال فېډرېشن تر سېوري لاندې 15م قومي وېمن هېنډبال چېمپئن شپ نن د جون مياشتې 29 مې نېټې نه اېبټ آباد كښې پېل كېږي۔ تېره ورځ د پاكستان هېنډ بال فېډرېشن صدر حاجي محمد شفيق وئيلي وو د چېمپئن شپ تياۍ روانې دي۔ چیمپئن شپ كښې د ګرد هېواد 8 لوبډلې برخه اخلي په كومو كښې چې پاکستان آرمی، پاکستان واپډا، پاکستان پولیس، هائراېجوکېشن کمېشن، پنجاب، آزاد جموں و کشمیر، ګلګت بلتستان او خېبرپختونخوا شامل دي۔ دا چېمپشن شپ به د جولائي تر 4 مې نېټې دوام لري۔ د چېمپئن شپ په پايه كښې به كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو ته انعامونه وركولې شي