د انګلينډ او هند مېرمنو لوبډلو ترمينځه د كركټ وړومبې ون ډے به (نن) كېږي

برسټل 26 جون (اے پي پي) د انګلينډ او هند مېرمنو لوبډلو ترميځه د كركټ درېو ون ډے ميچونو د سيريز وړومبې مېچ به (نن) د اتوار په ورځ برسټل كښې كېږي۔ د دې نه وړاندې د دواړو ډلو ترمينځه يو ټېسټ مېچ يو برابر پاتې شوے ؤ۔ په ون ډے سيريز كښې د هند ډلې مشري متهالي راج انجام كوي او د انګلينډ به هيتهر وائټ ليډ كوي۔ د سيريز دوهم ون ډے مېچ به د جون په 30مه نېټه نونيټن او درېم او آخري ون ډے مېچ به د جولائي په 3مه نېټه ووسټر كښې كېږي۔ د ون ډے سيريز نه پس به د دواړو ډلو ترمينځه د درېو ټي 20 انټرنېشنل ميچونو سيريز د جولائي د 9مې نېټې څخه پېل كېږي.