په يونيفا يورپيئن چېمپئن شپ كښې نن دوه مېچونه كېږي

کوپن هېګن ۔21جون(اے پی پی) یورپیئن فټ بال چېمپئن شپ كښې نن د نهې په ورځ نور دوه مېچونه كېږي۔ د یوئیفا ترسېوري لاندې د مېګا ايونټ د خوندورو مېچونو لړۍ روانې دي۔ د ګروپ بي په اولني مېچ كښې به د ډنمارك او روسيه لوبډلو ترمينځه مقابله پارکین سټېډیم، کوپن هېګن كښې كېږي۔ د روسيه لوبډله ګروپ كښې 3 پوائنټس سره دويم لمبر ده او د ډنمارك لوبډله اولنو دوه مېچونو كښې ماتې خوړلو سره ايونټ نه بهر شوې ده۔ د ګروپ بي دويم مېچ به د فن لېنډ او بېلجيئم ترمينځه سېنټ پيټرزبرګ كښې كېږي