برسټل۔20جون(اے پی پی)د انګلېنډ او هند مېرمنو كركټ لوبډلو ترمينځھ د درې يو ورځني مېچونو سيريز اولنے مېچ د روانې مياشتې په 27 مه نېټه برسټل كښې كولے شي۔ دې نه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه شوے يوازيني ټېسټ مېچ سر په سر پاتے شوے و۔ د سيريز دويم مېچ به د روانې مياشتې په 30 مه نېټه او دريم او وروستې مېچ به د جولائي په 3 مه نېټه كولې شي۔ د ون ډے سيريز نه وروسته به د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې ټي 20 مېچونو سيريز د جولائي 9 مې نېټې نه پېل كېږي