د پي اېس اېل پلے آف پړاؤ مېچونه نن كولې شي

دبئی۔20جون(اے پی پی) د پاكستان سپرليګ پلے آف پړاؤ مېچونه نن د ګل په ورځ كولې شي۔ کوالیفائر كښې به د اسلام آباد یونائیټډ او ملتان سلطانز لوبډلو ترمينځھ مبارزه په شېخ زید سټېډیم، ابوظهبی كښې كېږي۔ اسلام آباد يونائټېډ لوبډلې ايونټ كښې 8 مېچونه ګټلي او 16 پوائنټس ترلاسه كولو سره اولني او ملتان سلطانز 5 مېچونه ګټلي او 10 پوائنټس ترلاسه كولو سره دويم پوزيشن ته رسېدلې ده۔ هم په دې ورځ به په ایلمنیټر1 كښی د دفاعي چېمپئن كراچي كنګز مقابله د پشاور زلمي لوبډلې شېخ زېد سټېډيم كښې وي۔ دواړو لوبډلو ليګ مېچونو كښې 10 ٬ 10 پوائنټس ترلاسه كولو سره ایلمنیټر 1 لپاره كواليفائي كړې ده۔