مردان كښې د پوليو په ډله ډزې٬ په حفاظت مامور 2 پوليس اهلكار شهيدان

پېښور 09 جون (اے پي پي) د مردان په پلوډهيرې سيمه كښې د پوليو په ډله د نامعلومه كسانو د ډزو په نتيجه كښې د ډلې په حفاظت مامور دوه پوليس اهلكار شهيدان شوي ۔ د خبر له مخې د مردان په پلوډهيرې سيمه كښې د پوليو په ډله نامعلومه كسانو ډزې كړي چې په نتيجه كښې په حفاظت مامور دوه پوليس اهلكار شهيدان شوي ۔ د پوليس چارواكو وئېلي …

پېښور 09 جون (اے پي پي) د مردان په پلوډهيرې سيمه كښې د پوليو په ډله د نامعلومه كسانو د ډزو په نتيجه كښې د ډلې په حفاظت مامور دوه پوليس اهلكار شهيدان شوي ۔ د خبر له مخې د مردان په پلوډهيرې سيمه كښې د پوليو په ډله نامعلومه كسانو ډزې كړي چې په نتيجه كښې په حفاظت مامور دوه پوليس اهلكار شهيدان شوي ۔ د پوليس چارواكو وئېلي دي نامعلومه كسان په 125 سي سي موټر سائيكل ناست وو چا چې ډزې كړي او تېښتېدلي ۔ د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره د رېسكيو او پوليس ډلې د پېښې ځاے ته رسېدلي ٬ مړي د مردان روغتون ته منتقل كړې شوي٬ په شهيدو شوو پوليس اهلكارو كښې سيد رضا علي شاه او شاكر شامل دي. د پېښې نه پس پوليس سيمه په ولقه كښې اخستو سره د لټون عمليات پېل كړي