اے اېن پي د امير رزاق امير په مړينه غم رازي ښكاره كړه

پېښور ۔8 جون(اے پی پی) د عوامي نېشنل پارټۍ خېبر پختونخوا صدر اېمل ولی خان، جنرل سېکرټری سردار حسېن بابک او سېکرټری ثقافت خادم حسېن د پښتو ژبې نوموړي شاعر، ادیب، ليكوال او د ملګری لیکوالان ملاکنډ ډویژن آرګنائزر امیر رزاق امیر په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي دي امیر رزاق امیر نه يوازې يو ښه شاعر بلكې د قامی تحریک يو چمتو ملګرے او د باچا خان مخلص سپاهي ؤ۔ د هغه په حق رسېدل د پښتو ادب سره سره قامي تحريك لپاره هم يو نه پوره كېدونكے زيان دے