سکھر۔7جون (اے پی پی) ګھوټكي ته نزدې د ټرېنونو پېښې نه پس د مسافرو خپلوانو آسانۍ له انفارمېشن ډېسك جوړ كړے شوے۔ ټېلېفون لمبر هم جاري كړے شوے ۔ تفصیلات له مخې ګھوټي ته نزدې د ټرېنونو پېښه كښې د مړو او ژوبل شوو كسانو معلومات راجمع كړې شوي ۔ د مسافرو خپلوانو آسانۍ له انفارمېشن ډېسك جوړ كړے شوے او رابطه لمبر جاري كړے شوے۔ د ډي اېس رېلوے سكھر طارق لطيف له مخې د مسافرو خپلوان دې په دې لمبر 0719310087 رابطه وكړي۔ په دې لمبر به ډی سی او رېلوے حمید اللہ لاشاری موجود وي۔ د ټولو مسافرو په اړه معلومات ترلاسه كولو له دې په بره وركړي فون نمبر رابطه وكړې شي