قومي ووشو چېمپئن شپ به د جون په 24مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د پاكستان ووشو فېډرېشن تر سيوري لاندې قومي ووشو چېمپئن شپ به د جون په 24مه نېټه په كوئټه كښې پېل كېږي. د پاكستان ووشو فېډرېشن سېكرټري جنرل مېرمن عنبرين ملك افتخار ووئيل چې د چېمپئن شپ چمتووالې نيول كېږي. هغې ووئيل چې په چېمپئن شپ كښې به د حكومتي اېس او پيز مكمل خيال ساتلې شي. هغې ووئيل چې په دې چېمپئن شپ كښې به د ټول هېواد كښې د 14 لوبډلو نارينه او زنانه لوبغاړې برخه اخلي.