په كانګو كښې د حكومتي ځواكونو او د وسله والې ډلې په نښته كښې 60 كسان مړه شوي دي

كنساشا 09 اپرېل (اے پي پي) په كانګو كښې د حكومتي ځواكونو او د وسله والې ډلې په نښته كښې 60 كسان مړه شوي دي۔ چارواكو وئيلي دي چې د كانګو په كاسائي ولايت كښې په ميوكا سيمه كښې د جنګيالو ډلې په دري كليوالو سيمو بريد وكړو او د دې په ځواب كښې حكومتي ځواكونو عمليات پېل كړل۔ د چارواكو په وېنا په نښته كښې 60 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ د چارواكو له مخې د وژل شويو زياتره كسانو تعلق ځائي وسله والې ډلې سره دے خو دا نه ده معلومه شوې چې دا كومه ډله ده۔