اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په شمالي وزيرستان كښې د كامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشنز د لارې د 27 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ خپل بيان كښی ده د پاك پوځ او د قانون نافذ كوونكو ادارو پېشه ورو صلاحيتونه ستائلو سره ووئيل د ترهګرو عناصرو خلاف كاميابې كارروايۍ د امنيتي ځواكونو د عزم او مړانې ښكاره ثبوت دے۔ …
د قومي اسمبلۍ سپيكر شمالي وزيرستان كښې د 27 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې
اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په شمالي وزيرستان كښې د كامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشنز د لارې د 27 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ خپل بيان كښی ده د پاك پوځ او د قانون نافذ كوونكو ادارو پېشه ورو صلاحيتونه ستائلو سره ووئيل د ترهګرو عناصرو خلاف كاميابې كارروايۍ د امنيتي ځواكونو د عزم او مړانې ښكاره ثبوت دے۔ ترهګري ختمولو له ټول قام امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ سپيكر ووئيل د ترهګرۍ بشپړه خاتمې او هېواد كښې تلپاتي امن له ټول قام يو موټے دے۔ سپيكر د شمالي وزيرستان پهشمول په ګرد هېواد كښې د ترهګرو په ضد د روانو عملياتو كاميابۍ له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل ټول قام د پاكستان د وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكې ادارې د هېواد د امن او استحكام ضامن دي او ټوق قام د امنيتي ځواكونو خذماتو ته د قدر په سترګه ګوري۔











