د زمبابوے او سوئيلي افريقې د اے كركټ لوبډلو ترمېنځه څلور ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ پېل كېږي

هرارے 05 جون (اے پي پي) د زمبابوے او سوئيلي افريقې د اے كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوه څلور ورځنو مېچونو د سېريز وړومبې څلور ورځنې مېچ به ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ په هرارے سپورټس كمپلېكس كښې پېل كېږي. د دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمېنځه د څلور يو ورځنو مېچونو سېريز شوے چې پكښې د سوئيلي افريقې لوبډلې د زمبابوے لوبډلې ته د يو په مقابله كښې درې مېچونه ګټلو سره ماتې وركړې. د سېريز دوهم څلور ورځنې مېچ به د جون په 13مه نېټه پېل كېږي.