د المان او پرتګال ترمېنځه د يورپين انډر 21 فټ بال چېمپئن شپ فائنل به ﴿سبا﴾ كېږي

لوبيانه 05 جون (اے پي پي) د المان او پرتګال ترمېنځه د يورپين انډر 21 فټ بال چېمپئن شپ فائنل به ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ د سلووينيا په پلازمينه لوبيانه كښې كېږي. د ټورنامنټ په وړومبي سېمي فائنل كښې د پرتګال لوبډلې دفاعي چېپئمن هسپانيه ته او په دوهم سېمي فائنل كښې د المان لوبډلې د هالېنډ لوبډلې ته ماتې وركړې وه. په پائيلوبه ﴿فائنل﴾ كښې د دواړو لوبډلو ترمېنځه د خوندورې لوبې توقع ده.