ملګري ملتونه 08 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا سوات سره تعلق لرونكې نوبل انعام ګټونكې ملاله يوسفزې به د ملګرو ملتونو د امن سفيره جوړېږي۔ د برتانوي مېډيا له مخې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټېرس وئيلي دي چې 19 كلنه ملاله به د ګل د ورځې نه خپل كار پېل كړي او هغه به په خپل نوي كردار كښې په ټوله نړۍ كښې د جنيكو د …
ملاله يوسفزې به د امن سفيره وي۔ د ملګرو ملتونو پرېكړه
ملګري ملتونه 08 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا سوات سره تعلق لرونكې نوبل انعام ګټونكې ملاله يوسفزې به د ملګرو ملتونو د امن سفيره جوړېږي۔ د برتانوي مېډيا له مخې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټېرس وئيلي دي چې 19 كلنه ملاله به د ګل د ورځې نه خپل كار پېل كړي او هغه به په خپل نوي كردار كښې په ټوله نړۍ كښې د جنيكو د تعليم په وده كښې مرسته وكړي۔ ملاله په دې چوكۍ تر ټولو د كم عمر شخصيت دے۔ هغه د نوبل انعام په ګټلو كښې هم تر ټولو كم عمره ده۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر وئيلي دي چې ملاله د خطر په مېنځ كښې د مېرمنو٬ جينكو او د انسانانو حقونو لپاره په خپل لوظ په ځائ پاتې شوې٬ د هغې همت د جينكو تعليم لپاره په خلقو كښې تحريك پو كړے او اوس به ملاله د ملګرو ملتونو د كم عمرې سفيرې په توګه انصاف او د نړۍ امن لپاره لا كردار ترسره كړي۔












