اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) د انټرنېشنل نېټ بال فېډرېشن جنرل كونسل آن لائن غونډه د جولائي په 10 مه نېټه كېږي۔ د غونډې مشري به د انټرنېشنل نېټ بال فېډریشن صدرنکول كوي۔ غونډه كښې به د پاكستان نمائندګي د پاکستان نېټ بال فېډرېشن چیئرمېن کېپټن (ریټائرډ) ظفر اقبال اعوان، صدر مدثر آرائیں او سېکرټری جنرل سید ګوهر رضا كوي۔ غونډه كښې به د آن لائن ووټنګ د لارې دوه كالو لپاره د انټرنېشنل نېټ بال فېډرېشن صدر او نائب صدر(انډیپنډنټ ډائرېکټر) ټاكنه كولې شي۔ غونډه كښې به په کامن وېلتھ ګېمز او نړيوال نېټ بال کپ د خيالاتو څرګندونې سره سره د تېر كال رپورټ وړاندې كولے او سباؤن لپاره تګلاره وضعه كولې شي۔