د پنجاب فټ بال اېسوسي اېشن صدر سردار نويد حېدر د فټ بالر حبيب الرحمن په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد۔31 مئی(اے پی پی) د پنجاب فټ بال اېسوسي اېشن صدر او د پاكستان فټ بال اېسوسي اېشن نائب صدر سردار نويد حېدر د مسلم فټ بال كلب نارووال زلمي لوېغاړي حبيب الرحمن په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ۔ هغه دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې هغه ووئيل فټ بال لپاره د ارواښاد خذمات به ټول عمر ياد ساتلے شي