د انګلېنډ او نيوزي لېنډ ترمينځه اولنے ټېست 2 جون څخه پېل كېږي

لندن۔30 مئی(اے پی پی) د انګلېنډ او نیوزی لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه اولنے ټېست مېچ د جون مياشتې 2 مې نېټې نه لارډز لندن كښې پېل كېږي۔ د نیوزی لېنډ كركټ لوبډله د کین ولېمسن په مشرۍ كښې انګلېنډ كښې موجود ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د دوه ټېسټ مېچونو سيريز كولو سره سره د هند په ضد د آئي سي سي ورلډ ټېسټ چېمپئن شپ فائنل كوي۔ د انګلېنډ او نیوزی لېنډ ترمينځه د سيريز اولنے ټېسټ به د جون 2 مې نېټې نه تر 6 مې نېټې په تاريخي مېدان لارډز، لندن كښې او دويم او وروستې ټېسټ به د جون 10 مې نېټې نه تر 14جون ایجبسټن، برمنګھم كښې كولې شي۔ د ټېسټ سیریز نه وروسته به د نيوزي لېنډ او هند ترمينځه د آئي سي سي ورلډ تېسټ چېمپئن شپ فائنل 18 نه تر 22 جون روز باؤل سټېډيم ٬ ساؤتھمپټن كښې كولے شي۔