ډبلن 07 اپریل (اے پی پی) د آئرلینډ، نیوزی لینډ او بنګله دېش ترمينځه د ټرائنګولر سیریز شیډول اعلان كړې شوې۔ سیریز به د 12 نه تر 24 مئی د آئرلینډ پايه تخت ډبلن كښې كېږي چې پكښې به هره ډله څلور ميچونه كوي۔ د سیریز افتتاحی میچ به د آئرلینډ او بنګله دېش ترمينځه په 12 مئی ډبلن كښې كېږي۔ دويم ميچ به په 14 مئی آئرلینډ او نیوزی …
د آئرلینډ، نیوزی لینډ او بنګله دېش ترمينځه د ټرائنګولر سیریز شیډول اعلان كړې شو
ډبلن 07 اپریل (اے پی پی) د آئرلینډ، نیوزی لینډ او بنګله دېش ترمينځه د ټرائنګولر سیریز شیډول اعلان كړې شوې۔ سیریز به د 12 نه تر 24 مئی د آئرلینډ پايه تخت ډبلن كښې كېږي چې پكښې به هره ډله څلور ميچونه كوي۔ د سیریز افتتاحی میچ به د آئرلینډ او بنګله دېش ترمينځه په 12 مئی ډبلن كښې كېږي۔ دويم ميچ به په 14 مئی آئرلینډ او نیوزی لینډ، دريم ميچ به په 17 مئی د بنګله دیش او نیوزی لینډ، څلورم ميچ به په 19 مئی د آئرلینډ او بنګله دېش، پنځم به په 21 مئی د آئرلینډ او نیوزی لینډ دغسې شپږم ميچ به په 24 مئی د بنګله دېش او نیوزی لینډ ترمينځه كېږي










