هند كښې د كورونا 1 لك 96 زره نور كېسونه رپورټ شول ٬ 3500 كسان مړه

نوې ډيلې ۔25 مئی(اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس نور يو لك 96 زره نوي كېسونه رامخې ته شوي او د دې وائرس د لاسه نور 3 زره 5 سوه كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د هند ابلاغ ذريعو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې په نورو 196427 وګړو كښې د كورونا وائرس تشخيص شوے۔ د هند د روغتيا وزارت له …

نوې ډيلې ۔25 مئی(اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس نور يو لك 96 زره نوي كېسونه رامخې ته شوي او د دې وائرس د لاسه نور 3 زره 5 سوه كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د هند ابلاغ ذريعو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې په نورو 196427 وګړو كښې د كورونا وائرس تشخيص شوے۔ د هند د روغتيا وزارت له مخې په دې مهال په دې وائرس اخته نور 3511 رنځوران مړه شوي چې ورسره ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه د مړو شمېره 307249 ته رسېدلې۔ هند كښې د كورونا وائرس كېسونه هره ورځ كمېږي۔ د هند په بېلو رياستونو كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 2 کروړه 69 لکه 47 زره ته رسېدلې ۔ هند كښې د كورونا وائرس نوو كېسونو نه وروستو د مصدقه ځپلو مجموعي شمېره 26947496 او د مړو 307249 ته رسېدلې ۔ ګرده نړۍ كښې د ورځې په بنياد تر ټولو زيات كېسونه هند كښې رامخې ته كېږي۔ ګرد هېواد كښې د فعاله كېسونو شمېره دا مهال 2592487 ده۔ د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره هند د نړۍ دويم تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے۔ بلخوا هند كښې تر دې دمه دې وائرس څخه 24047760 رنځوران ښه شوي هم دي