امريكا كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 3 کروړه 39 لکه نه زياته شوه

واشنګټن۔25مئی(اے پی پی) امریکا كښې د كورونا وباﺀ د لاسه د ځپلو شمېره 3 كروړه 39 لكه 22 زره نه زياته شوې ۔ د نهې په ورځ د امريكې ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس د لاسه 6 لکه 4 زره 4 سوه نه زيات كسان مړه شوي۔ دا مهال ګرد هېواد كښې د ځپلو وګړو شمېره 33922937 او د فعال رنځورانو 5754591 ده۔ د چارواكو له …

واشنګټن۔25مئی(اے پی پی) امریکا كښې د كورونا وباﺀ د لاسه د ځپلو شمېره 3 كروړه 39 لكه 22 زره نه زياته شوې ۔ د نهې په ورځ د امريكې ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس د لاسه 6 لکه 4 زره 4 سوه نه زيات كسان مړه شوي۔ دا مهال ګرد هېواد كښې د ځپلو وګړو شمېره 33922937 او د فعال رنځورانو 5754591 ده۔ د چارواكو له مخې د دې وائرس د لاسه د مړو شمېرو مخ په زياتېدو ده۔ امريكا د كورونا وائرس د لاسه د نړۍ تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے چرته چې تر دې دمه په مجموعي توګه د دې وبا د لاسه 604416 كسان مړه شوي۔ بلخوا ګرده نړۍ كښې د كورونا د لاسه د مړو شمېره 34 لکه 87 زره نه زياته شوې۔ امريكا كښې 27563930 رنځوران د دې وائرس نه ښه شوي هم دي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وائرس نه ساتلو له وګړو ته د وېكسين 28 کروړ57 لکه نه زياته خوراكونه وركړې شوي۔ دا خبره دې ياده وي چې كومو هېوادونو كښې د كورونا وائرس د لاسه زيات كسان مړه شوي هغو كښې امريكا ٬ برازيل ٬هند ٬ مېكسيكو ٬ فرانس ٬اطاليا او برطانيه شامل دي۔