برلن 24 مئي (اے پي پي) د المان د تعليم وزير آنيا کارليچک د سکول د نوي كال پېل كېدو د پېل نه وړاندې كوچنيانو او زده كوٶنكو ته په واكسينېشن كولو زور رواړلے شوے۔ د المان د خپرونو ادارې له مخې ده هيله څرګنده كړې چې په ټولو وفاقي رياستونو كښې به د 12 نه تر 15 كالو ماشومانو ته د واكسين وركولو پرېكړه كولې شي۔ هغه دا خواهش لري چې په راتلونكې اوونۍ كښې په وفاقي او رياستي كچه د واكسينېشن په سرخط كېدونكو غونډو كښې به په دې حقله خبرې كولې شي۔ د يادونې وړ ده د اروپا ميډيسن اېجنسي دا مهال د بائيون ټيک فائزر واكسين د 12 نه تر 15 كاله عمر لرونكو ته د لګولو اجازه د ترلاسه كولو لپاره هڅې كوي۔