غزہ۔22 مئی(اے پی پی) د اسرائیل او فلسطین ترمينځه په ډز بندۍ عملدرآمد روان دے۔ د خالي په ورځ په غزه پټۍ د مرستې سامان رسنه هم پېل شوه۔ تر 11 ورځو روانې پاتې شوې نښتنې په مهال د زرګونو په شمېر بې كوره شوي فلسطيني وګړي خپلو كورونو ته بېرته راروان دي۔ بلخوا اسرائيل كښې هم د توغندو بريدونو نه وروسته د ژوندې هلې ځلې د معمول له مخې كېدل پېل شوي دي۔ دا مهال د نړۍ پام په غزه پټۍ د اسرائيلي بمبارو د لاسه د ځپلې شويو ودانيو بيا ودانولو ته دے۔ د ملګرو ملتونو له مخې غزه لپاره د 18.5 ملین ډالر بېړنۍ مرسته وركولې شي