ډھاکه۔22مئی (اے پی پی) د بنګله دېش او سري لنكن كركټ لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو نړيوالو مېچونو سيريز اولنے مېچ نن د اتوار په ورځ شېر بنګله نېشنل سټیډیم، ډھاکه كښې كېږي۔ د سري لنكا كركټ لوبډله بنګله دېش كښې موجود ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د درې يو ورځنو مېچونو سيريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز اولنے يو ورځنے مېچ به د روانې مياشتې په 23 مه ٬دويم په 25 مه او درېم او ورستې مېچ به په 28 مه نېټه كولې شي۔ دا درې واړه مېچونه به شېر بنګله سټېډیم، ډھاکه كښې كولې شي۔سری لنکن لوبډله به د کوسل پریرا او كوربه لوبډله به د تميم اقبال په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔