غزه كښې تر جنګ بندۍ رسېدو كښې د مصر او نورو هېوادونو كردار د قدر وړ دے۔ جوبائيډن

غزه/واشنګټن 21 مئي(اے پي پي)د امريكي صدر جو بائيډن د غزه په پټي كښې تر جنګ بندۍ په رسېدو كښې د مصر او نورو هېوادونو كردار د قدر وړ ګرځولے ۔ ده د اسرائيل او فلسطين كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې چا چې په دې جنګ كښې خپل خپلوان بېللي۔ جوبائيډن باور وركړو چې زمونږ هېواد به د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو شراكتدارو په مرسته غزه كښئ د بيا رغونې او ځائي اولس ته بشري مرسته د وركولو پابند وي٬ په دې لړ كښې به حماس سره نه بلكې فلسطيني اتھارټۍ سره به مرسته كولې شي