غزه 20 مئي (اے پي پي) اسرائيل په فلسطين سيمو د فاسفورس بمونو كارول هم پيل كړي ،العربيه او الحدث ټي وي چينلز خپلو نامه نګارو په اړه ووئيل اسرائيلي پوځ غزه پټي خان يونس سيمه د توپ خانې څخه په نخښه كړې او د فاسفورس بمونو كارول ئې هم پېل كړي چې په نتيجه كښې ئې ګڼ فلسطينيان شهيدان او ژوبل شوي۔بلخوا ميډيا له مخي تيره ورځ د غزه پټي څخه په اسرائيل 200 توغندي توغولې شوي۔په هغي كښې 7 توغندي غزه پولي سره نزدې په يهودي کالونو پريوتي چې په نتنيجه كښې ئې مادي زيان شوے۔ د العربيه له مخي غزه نه تر اسدود سيمه كښې په يوه ودانۍ توغندي توغولې شوي۔سوئيلي اسرائيل كښې د توغندي بريدونو په وجه د خطر سائرن غږولے شوے،ختيز حيفا او شمالي اسرائيل الجليل ښار كښې هم د خطر سائرن غږولے شوي۔بلخوا د اسرائيل وزيراعظم بنجمن نيتن ياھو ادعا كړې چې غزه پټي نه تر اسرائيل په 9 ورځو كښې 4 زره راكټې توغولې شوي۔