بيت المقدس 20 مئي (اے پي پي) غزه كښې په كور د اسرائيل په توغندې بريد كښې د معذوره فلسطيني وګړي سره يوه اميداره مېرمن د لور سره شهيده شوې۔ د فرانس خبري اژانس له مخې د معذوره فلسطيني ورور او چارواكو په دې لړ كښې ووئيل په دير البلاح سيمه كښې ذكر شوے وګړے عياد صالح خپل كور كښې موجود ٶ چې ناڅابه د اسرائيل پوځ لخوا د توغندنې بريد كښې هغه د خپلې اميدارې ښځې او لور سره شهيد شو۔ د شهيد شوي وګړي ورور عمر صالح ووئيل زما ورور د 14 كالو راهسې په ويل چيئر ٶ او خپلې مور او دريو ورڼو سره اوسېدو